نامعلومو وسله والو جلال اباد کې یو پولیس په ډزو وواژه

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

نا معلومه وسله والو نن یکشنبه (د کب ۲۴مه) سهار جلال اباد کې یو پولیس وواژه او برید کوونکي له سیمې وتښتېدل.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر پیښه تایید کړې او ویلې یي دي، پېښه سهار اته بجې وشوه او وژل شوی کس د برېښنا ریاست ساتونکی و.

عیني شاهدانو ازادي راډیو ته ویلي، برید کوونکي چې مخونه یې پټ وو، دوه تنه وو او دغه پولیس یې په تفنګچې وویشت.

تېره ورځ ناوخته د جلال اباد ښار په کمپونو سیمه کې هم یو کس چې هویت یې معلوم نه دی، په ډزو وژل شوی او عاملین یې تښتېدلي دي.

د دواړو پېښو مسولیت چا نه دی اخېستی.

وړمه ورځ د ملګرو ملتو امنیت شورا په افغانستان کې د هدفي بریدونو پر زیاتېدا اندېښنه وښوده.

د افغانستان حکومت وسله وال طالبان په دې بریدونو کې په لاس لرلو تورنوي، خو طالبان د دغو بریدونو مسوولیت په غاړه نه اخلي.

د ننګرهار والي وايي، د ملي امنیت د ریاست ځواکونو ۱۹ تنه د هدفي بریدونو او انتحاري حملو په تور نیولي دي.

ضیاالحق امرخېل په یوه خبري غونډه کې وویل چې په نیول شوېو کسانو کې د طالبانو د ښاري شبکې ۴ غړي هم شامل دي.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.