ورلډ پالیټیک ریویو: امریکا باید افغانستان کې لا بدتر حالت ته ځان تیار کړي

د افغانستان او امریکا ګډ بیرغونه

  • لانګ وار ژورنال

لانګ وار ژورنال د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د امریکا د متحدو ایالاتونو د وروستي وړاندیز په اړه لیکنه خپره کړې ده.

دا خپرونه لیکي، د امریکا متحدو ایالاتونو په وروستیو کې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه طرحه وړاندې کړه چې څو وړاندیزونه په کې شامل دي چې د طالبانو له نظریو سره په ټکر کې دي.

دا طرحه چې د سولې پلان بلل کېږي غوښتنه کوي چې د افغانستان اوسنی اساسي قانون دې د راتلونکي اساسي قانون، انتخاباتو او واک وېش لپاره اساس وګرځول شي.

طالبانو پخوا دا درې واړه رد کړي وو. دې ډلې تل د افغانستان د اساسي قانون، انتخاباتو او له اوسني حکومت سره په واک کې د ګډون مخالفت کړی دی.

د لانګ وار ژورنال له لیکنې سره سم، د امریکا له لوري وړاندیز شوی پلان درې برخې لري: د سولې لپاره انتقالي حکومت او سیاسي طرحه یا نقشه او دغه راز دایمي او هر اړخیز اوربند.

په لومړۍ برخه کې دا پلان غوښتنه کوي چې د افغانستان له اوسني اساسي قانونه دې د راتلونکي اساسي قانون او انتخاباتو لپاره کار واخېستل شي.

په دوهمه برخه کې پلان د سولې د انتقالي حکومت غوښتنه کوي چې د شخړې دواړه خواوې به په کې واک سره وویشي.

  • ورلډ پالیټیک ریویو

ورلډ پالیټیک ریویو خپرونې هم دې ته په ورته موضوع لیکنه خپره کړې ، خو د لانګ وار ژورنال خپرونې خلاف چې د امریکا د سولې د پلان په تړاو یې تمرکز پر طالبانو کړی و، دې خپرونې د افغانستان حکومت ته پام کړی.

ورلډ پالیټیک ریویو د دې لیکنې چې سرلیک یې دی:«د امریکا متحد ایالاتونه باید په افغانستان کې لا بدتر حالت ته ځان تیار کړي»، په پیل کې د دې افغاني متل انګلیسي معادل ته اشاره کړې چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پاڼ او ډانګ ترمنځ دی.

دا ورته حقیقت ښکاري چې د امریکا متحدو ایالاتونه نور حوصله نه لري چې له طالبانو سره د ده حکومت په خبرو کې ناغېړي وکړي.

خپرونې ولسمشر غني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د وروستي لیک او د بلېنکن د لحن یادونه کړې؛ ویلي یې دی چې له دې څرګندېږي چې امریکا د افغانستان د جګړې د ژر پای ته رسېدو لپاره څومره جدي ده.

د دې خپرونې پر اساس، بایډن هم یا د ټرمپ د حکومت پر مهال په ټاکل شوې نېټه له افغانستانه ټول پوځیان باسي او یا به یې څو میاشتې وروسته وباسي.

د دې خپرونې پر اساس که سوله ونه شي هماغسې چې بلېنکن په خپل لیک کې ورته اشاره کړې افغانستان به په یوه ویجاړوونکې او خونړۍ جګړه کې ښکېل شي چې دا به د امریکا او نړۍ لپاره لا بد حالت وي.