ازبکستان او قرغزستان په ۳ میاشتو کې د خپلو سرحدونو ستونزې هواروي

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په تاشکند کې له خپل قرغزي سیال صدرجباروف سره

د ازبکستان او قرغزستان ولسمشرانو موافقه وکړه چې په درېیو میاشتو کې به د خپلو سرحدونو ستونزې هوارې کړي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د مارچ په۱۲مه په تاشکند کې له خپل قرغزي سیال صدرجباروف سره په خبرو کې وویل: "زموږ د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیل راهیسې په لومړي ځل موږ موافقه وکړه چې د سرحدونو په برخه کې به څوک څه کوي او څه وخت به یې کوي، ځکه دا یوه جدي ستونزه ده چې زموږ خلک یې د سمېدو په تمه دي."

وروسته له هغه چې دغو هېوادونو په ۱۹۹۱میلادي کال کې د پخواني شوروي اتحاد څخه خپلواکي واخېستله، د منځنۍ اسیا د دغو دوو ګاونډیو ترمنځ پوله د دوی په اړیکو کې د اختلاف یوه عمده موضوع ده.

تېرو لسیزو کې پردې پوله ځینې پېښې شوي چې په ځینو کې یې وسله والې نښتې هم شاملې وې.

دا د قرغزستان د ولسمشر په توګه د صدرجباروف تر ټاکل کېدو وروسته د هغه درېیم بهرنی سفر دی چې تر روسیې او قزاقستان وروسته یې ازبکستان ته وکړ. دی د جنورۍ په مه۱۰ د ولسمشر په توګه ټاکل شوی.