نشنل انټرسټ: جو بایډن به د امپراتوریو د هدیرې له بحران سره څنګه چلند کوي؟

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

د نړۍ ځینو چاپي او انلاین خپرونو د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر پر څرګندونو لیکنې خپرې کړي چې ویلي یې دي، هېواد به‌یې په اپرېل میاشت کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي.

که څه هم د دې غونډې دقیقه نېټه نه‌ده ښوول شوې، خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي چې دغه غونډه د دوست هېواد قطر په همکارۍ جوړېږي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، په افغانستان کې دواړه ښکېل لوري پر ترکیه باور لري، ځکه نو دا غونډه په ترکیه کې جوړېږي چې وکړای شي د افغانستان د سولې پروسه لا چټکه کړي.

  • نشنل انټرسټ

په دې لړ کې نشنل انټرسټ خپرونې په خپله تازه ګڼه کې په دې عنوان لیکنه خپره کړې چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن به د امپراتوریو د هدیرې له بحران سره څنګه چلند کوي؟

خپرونه د مطلب په دوام زیاتوي، په داسې حال کې چې افغانستان ته د امریکا د داخلېدو ۲۰ کاله پوره کېږي، د امریکا حکومت په دغه هېواد کې له بلې عمده ستونزې سره لاس او ګرېوان دی، ایا واشنګټن به وکولای شي بې له دې چې خطرونو ته پام وکړي د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسي، خپرونه دا پوښتنه هم مطرح کوي، څه ضمانت شته چې افغانستان بیا د ترورېستانو په ځاله بدل نه‌شي.

  • ډفېنس پوسټ

که په ترکیه کې د افغانستان په باب غونډه جوړېږي، امریکایۍ ورځپاڼې ډفېنس پوسټ د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې ماریا زخارووا د څرګندونو په اړه لیکنه خپره کړې چې پرون جمعه‌یې ویلي: "روسیه په افغانستان کې د موقت حکومت د تشکیل پلوي کوي چې د طالبانو غړي هم په‌کې شامل وي."

زخارووا ویلي یو موقت او ټول­‌شموله حکومت به په یوه سوله‌ییز سیاسي ژوند کې د طالبانو د ادغام لپاره یو معقول حل وي.

  • فارین پالېسي

د امریکا بلې خپرونې فارین پالېسي ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن لیک مهم ښکاره شوی چې په وروستیو کې د افغانستان مشرانو ته لېږل شوی او تېره اوونۍ د افغان چارواکو له بېلابېلو عکس‌العملونو سره مخامخ شو.

د خپرونې په حواله په لیک کې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزې اجماع راوستلو د هڅې غوښتنه شوې چې په ترکیه کې د افغان سیاستوالو او طالب استازو ترمنځ یوه غونډه وشي. په دغه لیک کې د ۹۰ ورځو لپاره د اورکم پېشنهاد هم شوی دی.

فارین پالېسي لیکي، دغه لیک پر ولسمشر محمد اشرف غني فشار راولي داسې څه وکړي چې دی یې مخالف دی، د موقت حکومت د تشکیل ملاتړ چې د اوس وخت لپاره له لاسه د واک د وتلو خطر ورسره تړلی او ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې دی به واک یوازې خپل یوه منتخب ځایناستي ته وسپاري.

دغه‌راز لیک د هغه څه خبرداری هم ورکوي چې ولسمشر غني یې په اړه اندېښنه لري چې هغه له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل دي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې واشنګټن له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه بیاکتنه بشپړه کړې نه‌ده.

فارین پالېسي خپرونه زیاتوي دغه لیک د امریکا د ادارې له مخکېنیو پیغامونو سره ډېر په تضاد کې دی، ځکه د امریکا او افغانستان د ملي امنیت سلاکارانو د جنورۍ ۲۳مه، دغه‌راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېکن او ولسمشر غني د جنورۍ پر ۲۸مه او د امریکا دفاع وزیر لوید استین او ولسمشر غني د فبرورۍ پر ۵مه په خپلو کې خبرې کړې وې، په ټولو مکالمو کې له کابل سره د نږدې سلامشورې ژمنه شوې وه.