ډنمارک او ناروې د کرونا ویروس ضد استرازینیکا واکسیناسیون ودراوه

د کرونا ویروس ضد استرازینیکا واکسین

ډنمارک او ناروې د کرونا ویروس پر ضد د استرازینیکا واکسیناسیون په موقتي ډول ودراوه.

ډنمارکي چارواکو پرون (پنجشنبه) وویل، د ځینو جدي جانبي عوارضو د لرلو له کبله‌یې د دغه واکسین د ورکولو بهیر درولی دی.

راپورونه وايي چې په ډنمارک کې یو تن وروسته له دې مړ شوی چې دا واکسین‌یې وکړ.

ویل شوي چې دې واکسین د ځینو کسانو په وینه کې غوټې پیدا کړي، خو دا لا څرګنده نه‌ده چې څو کسانو ته دا ستونزه پېښه شوې ده.

د ډنمارک د روغتیا وزیر په یوه ټویت کې لیکلي چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه اوس ممکنه نه‌ده او نورو څېړنو ته اړتیا ده.

له ډنمارکه وروسته ناروې وویل چې د نویو کلینیکي نتیجو تر څرګندېدو پورې د استرازینیکا واکسین ورکړه دروي.