د امریکا او اسرائیلو د ملي امنیت سلاکارانو پر ایران او سیمې خبرې وکړې

ارشیف، د امریکا او اسرائیل بیرغونه

د متحده ایالاتو او اسرائیلو د ملي امنیت سلاکارانو د لومړي ځل لپاره د ایران او نورو سیمه‌ییزو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

دا د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان او د ده د اسرائیلي سیال مییر بن شبات «Meir Ben-Shabbat» ترمنځ لومړنۍ مشورتي ستراتېژیکه غونډه وه.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر جو بایډن په مشرۍ د امریکا حکومت نه‌غواړي د ایران اټمي موافقې د راژوندي کولو په هڅو کې اسرائیل خپه کړي.

د ولسمشر بایډن امنیتي ټیم د ایران په برخه کې له اسرائیلو سره تماسونه زیات کړي دي. ښاغلي سولیوان له دې غونډې مخکې د ایران په اړه له بن شبات سره لږترلږه دوه ځلې اوږدې تفصیلي خبرې هم کړې دي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاندې ایمیلي هورني ویلي چې دواړو خواوو د ایران په ګډون د سیمې د امنیتي مسایلو په اړه خپل نظریات شریک کړل او د سیمې د ننګونو او ګواښونو پر وړاندې د مقابلې لپاره‌یې پر خپل هوډ ټینګار وکړ.