د افغان ښځینه زده‌کوونکو پر ترانې ویلو بندیز اندېښنې وپارولې

ارشیف، یو شمېر افغان ښځینه زده کوونکې

‎‎د افغانستان د پوهنې وزارت نوې پرېکړې چې له مخې به‌یې له ۱۲ کلونو لوړ عمر لرونکې ښځینه زده‌کوونکې ترانې نه‌وایي د بشر حقونو څار نړیوال سازمان سختې اندېښنې راپارولې دي.

‎دغه سازمان ویلي، دا پرېکړه د نجونو د فعالیتونو پر وړاندې د بندیزونو لا زیاتوالي ته زمینې برابروي او د افغانستان دولت باید د تاوتریخوالي په دې وضیعت کې محدودیتونه زیات نه‌کړي.

‎د دغه سازمان د اسیا برخې مسؤلې پاترېشیا ګاسمن د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۲۰» ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته په دې اړه وویل: "د اندېښنې وړ ده په داسې وضعیت کې چې تاوتریخوالی په ټولنه کې د ښځو د فعالیتونو او بشپړ ګډون مخه نیسي، د افغانستان دولت هم دغه محدودیتونه زیاتوي، دولت باید د ښځو او نجونو له پوره ګډون ملاتړ وکړي نه دا چې نورې یې هم محمدودې کړي."

‎د پوهنې وزارت د یوې نوې پرېکړې له مخې لارښوونه کړې چې له دې وروسته به له ۱۲ کلونو د لوړ عمر لرونکې ښځینه زده‌کوونکې په هره غونډه کې ترانې او سردونه نه‌وايي، پرته له هغو غونډو چې ټولې ګډونوالې یې ښځې نه‌وي.

‎د دغه وزارت ویاندې نجیبې ارین ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دغه پرېکړه د زده‌کوونکو د کورنیو په غوښتنه شوې ده، خو ویې نه‌ویل چې څومره کورنیو دغه غوښتنه کړې ده.