د افغان ښځو د لاسته راوړنو خوندیتوب په هدف د ۱۰۰ زره ښځو لاسلیکونه راټول شول

ارشیف، کابل کې یو شمېر مېرمنې په یوه لاریون کې د سولې غوښتونکي شول.

د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښځو د لاسته راوړنو او حقونو د خوندیتوب په هدف د هېواد ۱۵ ولایتونو کې د ۱۰۰ زره ښځو لاسلیکونه راټول شوي دي.

د سولې او ډیموکراسۍ لپاره د برابرۍ بنسټ، د دې کلیوالو او ښاري ښځو لاسلیکونه او د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه د دوی اندېښنې په ټوله نړۍ کې له ښځینه رهبرانو سره شریکوي او له هغوی غواړي چې د سولې په بهیر کې د افغانو ښځو ترڅنګ ودرېږي.

د دې بنسټ غړې شیلا قیومي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا ښځې غواړي چې خپلې غوښتنې په ټوله نړۍ کې ښځینه مشرانو ته ورسوي او له هغوی وغواړي چې دوی په دې اساسو شرایطو کې یوازې پرېنږدي او د تل په څېر یې ملاتړ وکړي."

خو افغان حکومت تل ښځو ته ډاډ ورکړی چې د سولې په خبرو کې به د دوی ټول حقونه او د دوه لسیزو لاسته راوړنې خوندي پاتې شي. په یاد بهیر کې به د دوی رول معنی لرونکی وي.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته وویل چې د ښځو له حضور پرته به د سولې بهیر نتیجه ورنه‌کړي.

فریدون خوځون

ښاغلی خوځون زیاتوي: "د ملي مصالحې عالي شورا تل ټینګار کړی چې د ښځو له معنی لرونکي حضور پرته به د سولې بهیر کوم اغېز ونه‌لري او هڅه‌یې کړې چې د سولې په برخه کې ټولو اړوندو فعالیتونو کې د دوی رول او حضور رنګین او معنی داره وي."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د سنا مجلس یو مهم غړي ویلي، د بایډن له ادارې یې غوښتي چې په افغانستان کې تر مې میاشتې پورې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو پر پرېکړې بیا کتنه وکړي.

که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په هغه لیک کې چې تازه جمهور رئیس غني ته استولی تر مې میاشتې پورې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د یو انتخاب په ډول یادونه کړې او ویلي دي چې باید یوې مطلوبې نتیجې ته د رسېدلو لپاره د سولې بهیر چټک شي. هغه لیک چې د جمهور رئیس د لومړي مرستیال امرالله صالح تند غبرګون‌یې له ځانه سره درلود.

هغه د دوشنبې په ورځ کابل کې یوې ناستې ته وویل چې امرانه سوله نه‌مني او د یاد لیک محتوا یې د نه‌منلو وړ وګڼله.

د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې ډیموکرات رئیس باب منندز د سې شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې طالبان په ۲۰۲۰ کال کې دوحه کې پر شوې هوکړه عمل نه‌کوي هغه ادعا چې طالبانو تل رد کړې ده.

هغه وویل: "زه په افغانستان کې د سولې د بهیر د عملي کېدو پایلو ته ډېر اندېښمن یم."

باب مِنندز

نوموړي دا هم وویل، "روښانه ده چې طالبان په خپلو ټولو ژمنو عمل نه‌کوي".

سناتور منندز وویل که چېرې راپورونه دا ښيي چې طابان په خپلو ژمنو عمل نه‌کوي باید له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر پرېکړه بیاکتنه وشي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ د امریکا متحده ایالات باید د راروان لمریز کال تر غويي میاشتې پورې له افغانستان خپل پاتې ۲،۵۰۰ سرتېري هم وباسي.

هغه هوکړه چې تېر کال د کب په ۱۰مه په قطر کې لاسلیک شوه.

په افغانستان کې د هدفي وژنو زیاتېدو په دې اړه انتقادونه راپورته کړي چې طالبان د دوحې هوکړې ته ژمن نه‌دي، خو طالبانو بیا په دغو وژنو کې تل خپل لاس لرل رد کړي دي.