سیګار افغانستان کې ۸ برخې یادې کړي چې له لوړ ګواښ سره مخ دي

د افغانستان نقشه

د ناامنۍ زیاتېدل، د سولې وروسته د جوړ جاړي لپاره نامعلومه ملاتړ، د وسله‌والو ادغام، پراخ اداري فساد، د اقتصادي او ټولنیزې ودې کموالی، د نشه‌يي توکو قاچاق، د ښځو حقونو ته ور پېښ ګواښ او نا سمه څارنه، هغه اته برخې دي چې سیګار په خپل تازه راپور کې له خطر سره مخ بللي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې دې راپور کې چې نن د مارچ په لسمه خپور شو، نا امني د افغانستان لپاره تر ټولو لوی ګواښ یاد کړی او زیاتوي، طالبانو د جګړې تکتیک بدل کړی، تاوتریخوالی زیات شوی او ترڅنګ یې د داعش او القاعده اندېښنه هم پر خپل ځای پاتې ده.

د سیګار په راپور کې، د نشه‌يي توکو قاچاق د وسله‌والو د تمویل او د هغوی له‌خوا د تاوتریخوالي د زیاتېدو یو لوی دلیل بلل شوی شوی چې ان په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د کرونا وبا پرمهال هم روان و.

دې راپور کې د افغانستان د سولې بهیر ته هم اشاره شوې او لیکي:

له یوې تل‌پاتې هوکړې او ټولیز اوربند پرته به تاوتریخوالی دغه شان روان وي او د دې امکان هم شته چې یو شمېر وسله‌وال د یوې بلې ډلې په نوم سر راپورته کړي.

اته برخې دي چې سیګار خپل تازه راپور کې له خطر سره مخ بللي

راپور کې دا هم راغلي چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، طالبان له ۵۵ تر ۸۵ زره وسله‌وال لري چې باید د سولې وروسته یې لویه برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې دننه شي او نور باید عادي ژوند ته دوام ورکړي، خو راپور کې اندېښنه ښودل شوې چې د کمزوري اقتصادي او ټولنیزې ودې او سیاسي حالت بې‌باورۍ له کبله شاید دا کار له خطر سره مخ شي.

خو د سولې خبرو او یا هم هوکړې ماتېدل بیا د افغان ښځو لپاره تر ټولو لوی ګواښ بلل شوی چې دوی به له سخت ناورین او تاوتریخوالي سره مخ کړي.

د سیګار راپور کې افغانستان بهرنیو مرستو پورې تړلی هېواد بلل شوی چې په کلني ډول په ملکي او نظامي برخه کې ۸۰ سلنه یا ۱۱ میلیارډ مرسته اخلي، خو د بهرنیو عسکرو د نشتون پر مهال شاید دا مرستې په دې شکل پاتې نه‌شي.

په دې راپور کې د افغانستان راتلونکې بودجه هم له دوه ډوله خطر سره مخ بلل شوې چې ایا د سولې هوکړې د ساتنې لپاره به شرایط برابر شي او ترڅنګ به یې دا مرستې د حکومت د ړنګېدو مخه ونیسي او که نه.

سیګار په خپل راپور کې د افغان حکومت له‌خوا اداري فساد سره مبارزه د کاغذ تر مخه محدوده بللې او زیاتوي، سیسټماټیک فساد د دې لامل شوی چې متحده ایالات د بیارغونې لپاره پروګرامونه په ښه ډول پیل، ولې په بد ډول پای ته ورسوي.

سیګار زیاتوي، دا ګواښونه به د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا ۱۴۳ میلیارډ ډالر چې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کال پورې یې دې هېواد کې لګولي، له خطر سره مخ کړي.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال

خو د افغانستان حکومت بیا د دې راپور په غبرګون کې وايي، دوی توانېدلي خپل بنسټونه پیاوړي او د هر ډول ګواښ څخه لېرې وساتي.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال وايي: "د افغانستان حکومت په هره برخه کې اوږد‌مهاله پلانونه لري، څو هغه څه چې زیانمن دي، لا قوي شي. موږ د نړیوالو مرستې او د دې مرستو د اغېزمنتوب لپاره جامع پلان لرو. د دې پلان له مخې، هره مرسته به په اغېزمنه توګه مصرف شي."

یو شمېر شنونکي بیا وايي، د سولې بهیر په بریا سره به، دا ګواښونه ټېټې کچې ته راښکته شي.

افغان شنونکی عبدالباري عارض

عبدالباري عارض په همدې اند دی. ده ازادي راډیو ته وویل: "که د نړیوالو اجماع واقعاً جوړه شوې وي، امکان د دې شته چې افغانستان وروسته له ډېر وخته له یوې تل‌پاتې سولې برخمن شي."

له دې وړاندې د امریکا حکومت او تر خوا یې د افغانستان نړیوالو متحدانو پر همدې ټینګار کړی چې په افغانستان کې باید ټولې هغې لاس‌ته راوړنې وساتل شي چې په تېرو شل کلونو کې تر لاسه شوي دي.