ارزګان کې کډوال وايي، په نوم راغلې مرستې دوی ته نه ورکول کېږي

ارشیف، افغانستان کې یو شمېر بې ځایه شوي کډوال

د ارزګان مرکز ترینکوټ له زرګونو هغو کورنیو ډک دی چې په شااو خوا ولسوالیو کې له جګړو راتښتیدلي دي.

دوی چې ډېری یې په خراب وضعیت کې ژوند کوي وايي، ورسره کیدونکې مرستې ځايي چارواکي تر دوی نه رسوي.

ترینکوټ کې له جګړو رابې ځاي شوي کورنۍ ادعا کوي چې په نوم راغلي مرستې يې مسولین پر خپلو خپلوانو او یا هم پر هغه چا ویشي چې زور او زر لري.

شاه محمد او نجیب الله وايي، د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ جګړو اړ ایستل چې خپلې کورنۍ يې مرکز ترینکوټ ته راانتقال کړي، ازادي راډیو ته وویل: "هېچا ته یې کوم څه نه دي ورکړي، هغو سره مرسته کوي چې واسطه او پیسي ولري، زموږ څخه څوک پوښتنه هم نه کوي.

- وږي، تږي د دهراوود ولسوالۍ له جګړو راتښتېدلي یو، د کور کرایه راپسې ده، کور کې لس تنه ماشومان راڅخه ډوډۍ غواړي، څه وکړو؟ د نن شپې ډوډۍ قسم درته اخلم په کور کې نه لرم."

ارشیف، د ترینکوټ ښار

د ارزګان ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د معلوماتو پر اساس د مرکز ترینکوټ او ولسوالیو څخه د روان کال څخه تر دا مهال تر ۲۰ زره زیاتې کورنۍ د خپلو سیمو څخه بې ځایه شوي چې زیات شمېر یې عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

بې ځایه شوي کډوال تر ډېره په دې ولایت کې د 'KRO' په نوم پر یوې موسسې نیوکې کوي چې دې ولایت کې پر بې ځایه شوېو کورنیو نغدي مرستې ویشي.

خلک وايي، دا غیرې دولتي موسسه د ارزګان د بې ځایه شوېو کډوالو پیسې په واسطو او رابطو په داسې خلکو ویشي چې هغوی مستحق نه دي.

د یادې موسسې ولايتي مسول صديق الله مجددي د خلکو دا خبرې ردوي وايي، دوی د يو مشخص شوي پلان او ځانګړې کمېټې له لارې مرستو ته اړې کورنۍ تشخصیوي او وروسته ورته مرستې رسوي: "موږ د دولتي ادارو سره په ګډه يوه کمېټه جوړه کړې، دغه کمېټه د ټول ولايت سيمو ته ځي او بیا اړمنې کورنۍ په نښه کوي بیا وروسته له هغو ورسره مرستې کوي د خلکو دغه ادعا موږ بې ځايه ګڼو."

دارزګان والي محمد عمر شېرزاد په مرستو کې د فساد خبرې ردوي، خو دا مني چې دغه ولایت کې د جګړو له امله زرګونه خلک بې کوره شوي چې ځینو ته یې مرستې نه دي رسیدلي.

د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد

نوموړی وايي، د یادو کورنیو سروې روانه ده او ډېر ژر به ورسره مرسته وشي: "له ګېزابه ۱۱ سوه او له دهراوود څخه ۱۵ سوه داخلي بې ځايه شوي کورنۍ لرو، دې دوو مياشتو کې شااوخوا ۲۰ زره کورنيو سره بېلابېل ډولونه مرستې شوي دي."

تر دې وړاندې هم ارزګان کې پر مرستندويه ارګانونو د فساد تورونه لګيدلي وو، خو د ارزګان والي محمدعمر شېرزاد بیا له خلکو غوښتنه کوي چې د هر ډول فساد په اړه دې اسناد له ولايت مقام سره شريک کړي، څو په فساد کې ښکېل کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته وپېژندل شي.

خو دا چاره هغو کډوالو ته چې د سر پناه په لټه ده اسانه کار نه دی، دوی وايي دولتي چارواکي باید خپل د مرستو پر ویش دقیق څار ولري او ډاډمنه کړي، څو مرستې هغو کسانو ته چې رښتیا اړ دي ورسېږي.