امریکا کې یو څیړنیز بنسټ: چین د ایغوریانو "دوامداره نسل وژنه" کوي

ارشیف، چین کې ایغوریان

چین کې له ایغوریانو سره د چارواکو د چلند په تړاو د 'ستراتیژۍ او پالیسې لپاره د نیوزلاینز انسټیټیوټ' تازه راپور د دوی خپلواک تحلیل یاد شوی دی.

د دغه انسټیټیوټ مرکز په واشنګټن کې دی او پرون یې په خپل راپور کې وویل چې چین د ایغور توکمو او نورو لږکیو چې اکثره یې مسلمانان دي، دوامداره نسل وژنه کوي.

په راپور کې د چین د حکومت هغو کړنو ته اشاره شوې چې له څه باندې یو میلیون ایغوریانو او نورو لږکیو سره یې په لویدیځ ایالت شینجیانګ کې د اجباري کارونو د کمپونو دننه کوي.

په دې اړه نور: راپور: چین د ایغوریانو "دوامداره نسل وژنه" کوي

چین بیا وایي، په دغو کمپونو کې د بیا ښوونې او د ترهګرۍ ضد روزنیز پروګرامونه مخته وړي.

په خپاره شوي تحلیلي راپور کې ویل شوي، چین د نسل وژنې د مخنیوي په هدف د ملګرو ملتونو له کنوانسیونه سرغړونه کړې ده.

دغه کنوانسیون له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته تصویب شو چې د چین په ګډون ګڼو هېوادونو لاسلیکونه پرې کړي دي.

دغه کنوانسیون کې د نسل وژنې تعریف د یوې ملي، قومي، توکمیزې او یا دیني ډلې د بشپړې یا یوې برخې د له منځه وړلو نیت بلل شوی دی.

ارشیف، چین کې یو ایغور مسلمان

د راپور پر بنسټ چین کې د نسل وژنې اقدامات ترسره شوي چې هغو کې د تخریب قصد، وژنه، ډله ییز نیول کېدل، د زیږون محدودول او مخنیوی، د ماشومانو اجباري انتقالول او د ایغور ټولنې د هویت له منځه وړل شامل دي.

د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا مخکینۍ ادارې هم تېره جنوري میاشته کې ویلي و چې چین په شینجیانګ کې نسل وژنه او د بشرضد جرمونه ترسره کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون ویلي، د جوبایډن نوې ادارې داسې کوم پرمختګ نه دی لیدلی چې د چین پر وړاندې د امریکا ارزونه بدله کړي.