سږ میدان وردګو کې له ۳۱ ټنو زیات ګبین تولید شوي

ارشیف، د افغانستان ګبین

سږکال په میدان وردګو ولایت کې له ۳۱ ټنو زیات ګبین(شات) تولید شوي دي.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس ولید احمد تسل وايي چې دغه ولایت کې د شاتو مچیو ۱۶۱ کوچني او لوی فارمونه موجود دي.

د ښاغلي تسل په خبره، دوی د شاتو مچیو روزنې صنعت د پراخېدو او د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په پار د شاتو مچیو روزنکو سره په ګډه هڅې کوي، څو دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې صنعت ته نور هم وده او پراختیا ورکړي.

د نوموړي په خبره په میدان وردګو ولایت کې د یوه کیلو شاتو بیه له ۳۰۰ تر ۵۰۰ افغانیو پورې ده.

د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست وايي چې دغه ولایت کې ډېری یې ایټالوي ډوله مچۍ دي چې په پسرلي، دوبي او مني کې په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې چې مناسبه هوا او چاپېريال ولري ساتل کېږي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د مچیو ساتنې او شاتو تولید کچه لوړه شوې ده چې په زیاته اندازه بهر په ځانګړي توګه ایران، پاکستان او عربي هېوادونو ته صادرېږي.