راپور: چین د ایغوریانو "دوامداره نسل وژنه" کوي

د چین ایغوریان

یو تازه تحلیلي راپور وایي چې د چین حکومت د ایغوریانو "دوامداره نسل وژنه" کوي.

دغه راپور په واشګټن کې (د سټراتیژي او پالیسۍ لپاره د نیوزلاینز انسټیټیوټ) له خوا پرون خپور شوی او په کې راغلي چې چین د نسل وژنې د مخنیوي په تړاو د ملګرو ملتونو د کنوانسیون ټولې برخې نقض کړې دي.

له دې وړاندې هم د چین هغه اقدامات غندل شوي چې له څه باندې یو میلیون ایغوریانو او نورو لږکیو سره چې اکثره یې مسلمانان دي، په لویدیځ ایالت شینجیانګ کې د کمپونو دننه کوي.

چین بیا وایي، دغو کمپونو کې د ترهګرۍ ضد روزنیز پروګرامونه مخته وړي.

د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا مخکینۍ ادارې هم تېره جنوري میاشته کې ویلي و چې چین په شینجیانګ کې نسل وژنه او دبشر ضد جرمونه ترسره کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون ویلي، د جوبایډن نوې ادارې داسې کوم پرمختګ نه دی لیدلی چې د چین په وړاندې د امریکا ارزونه بدله کړي.