مسکو کوم اړخونه د افغان سولې په اړه جوړېدونکي کنفرانس ته وربللي؟

د روسیې کرملېن ماڼۍ

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وایي چې روسیې د دې شورا مشر، یو شمېر افغان چارواکو او ځینو نورو لورو ته په مسکو کې د افغان سولې په اړه یوه کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د دې شورا ویاند فریدون خوځون وایي، ښاغلی عبدالله په دې کنفرانس کې چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د مارچ په ۱۸مه‌یې مسکو کوربه‌توب وکړي، د خپل ګډون په اړه غور کوي.

ښاغلي خوځون دغه‌راز وویل چې دې شورا ته د امریکا له‌خوا د سولې نوې ورسپارل شوې طرحه به په دوو ورځو کې د ملي مصالحې شورا د رهبرۍ له کمېټې سره شریکه او هره پرېکړه‌یې چې وکړه هغه به اجرایي بڼه ولري.

په دې اړه نوریاس نوري د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له ویاند فریدون خوځون سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتنه کړې چې مسکو دغه بلنه کله ورکړې او کوم اړخونه‌یې دې کنفرانس ته وربللي دي؟

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له فریدون خوځون سره مرکه