"تېرو ۶ میاشتو کې د رسنیو ۲۰ سلنه ښځینه کار کوونکو دندې پرېښي"

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې د رسنیو ۲۰ فیصده ښځینه کار کوونکو خپلې دندې پرېښې دي.

دغې ادارې یې عمده علت په دې موده کې په افغانستان کې د هدفي وژنو زیاتېدل او د کرونا ویروس له کبله اقتصادي رکود ښوولي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب ادارې په حواله، په وروستیو میاشتو کې تر ۳۰۰ زیاتو ښځینه خبریالانو خپلې دندې پرېښي.

بل خوا نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې اجرائیه مشر مجیب خلوتګر ازادي راډیو ته وویل، د رسنیو ګڼ کار کوونکي چې دندې یې پرېښې له هېواده د وتلو هڅه کوي: "دوی غواړي چې که فرصت ورته پیدا شي له هېواده بهر ووځي یا لږ تر لږه د رسنیو په سکټور کې کار ونه کړي. که دا وضعیت دوام وکړي موږ به د بیان د ازادۍ پر پیکر د سختې ضربې شاهدان یو."

په روان هجري لمریز کال کې د ازادۍ راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په ګډون لږ تر لږه لس خبریالان په افغانستان کې په هدفي حملو کې وژل شوي دي.

په تازه مورد کې، د کب/حوت پر ۱۲مه د انعکاس د خصوصي راډیو ټلوېزیون درې ښځینه کارکوونکې په دوو جلا حملو کې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې ووژل شوې.