اتمر: وروستي یو کال کې د ډیپلماسۍ دستګاه ټوله هڅه د سولې لپاره پر اجماع وه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې د وینا پر مهال

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، په وروستي یو کال کې د هېواد د ډیپلماسۍ دستګاه ټوله هڅه همدا وه چې د سولې بهیر د ملاتړ لپاره سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع برابره کړي.

حنیف اتمر د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۱۸» ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې وویل: "موږ هڅه وکړه چې تېر کال دوه مواردو ته لومړیتوب ورکړو، لومړۍ فعاله ډیپلماسي د اجماع [افغانستان کې د سولې ملاتړ لپاره]، دوهم فعاله ډیپلماسي د اسلامي نړۍ د اجماع په خاطر چې ځیني د دیني ډیپلماسۍ نوم هم ورکوي."

د ښاغلي اتمر په خبره، په وروستي یو کال کې د افغانستان سولې بهیر څخه د ملاتړ په موخه‌یې د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع رامنځته کولو لپاره د سیمې او نړۍ ۱۳ هېوادونو سره خبرې کړې دي.

هغه دغه‌شان د ژنیو کنفرانس ترسره کېدل نه‌یوازې د ۱۳ هېوادونو د مالي مرستو ترلاسه کول یاد کړل، بلکې دا کنفرانس‌یې د افغانستان سولې بهیر ملاتړ کې هم مهم وګاڼه.

نوموړي د دغه کنفرانس جوړېدل په افغانستان کې د پایښتې سولې د ملاتړ لپاره د نړيوالې سياسي اجماع د رامنځته کولو په برخه کې د بهرنيو چارو وزارت د هڅو نتيجه وګڼله.

د ژنیو کنفرانس، د قوس میاشتې په لومړیو کې د افغانستان او فنلند په ګډ کوربه‌توب ترسره شو.

د افغانستان په اړه د ژنیو/جنیوا کنفرانس

په دې کنفرانس کې لسګونه هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د ۱۳ میلیارده ډالرو مرستې له اعلان سره د دوه لسیزو په لاسته راوړنو او د سولې په بهیر کې د ښځو پر ونډې ټینګار او دغه‌شان يې د سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې د سولې په برخه کې د سیمې او نړۍ د ملاتړ خبره کوي چې وروستیو کې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره سیاسي حلې ځلې چټکې شوې دي.

د څو اوونیو دمې وروسته د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات له سره پیل شوي او د امربکا دولت هم یاده برخه کې خپل فعالیت ډېر کړی دی.

تېرو څو ورځو کې، د افغان سولې لپاره د امربکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د حکومتي چارواکو، سیاسي مشرانو او د طالبانو له استازو سره لیدنې وکړې.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو افغان سیاسیونو سره د زلمي خلیلزاد لیدنه

افغان دولت د سولې ټینګښت خپل لومړیتوب ګڼي، له همدې امله دا موضوع د افغانستان د بهرني سياست په لومړیتوب کې راځي.

په ورته وخت کې، یو شمېر نیوکې هم شته چې د بهرنیو چارو وزارت نه‌دی توانېدلی چې په هېواد کې د سولې بهیر ملاتړ لپاره با ثباته اجماع رامنځته کړي.

اوس هم په بېلابيلو هېوادونو کې د افغان سولې په اړه د نظر اختلاف موجود دی.

ان ځیني د افغانستان او امریکا ترمنځ چې لوی ستراتېژيک شریک‌يې هم دی د نظر د اختلاف خبره کوي.

د انتوني بلېنکن وروستي لیک ته د افغان دولتي چارواکو غبرګون په یادې خبرې ټینګار کېدای شي.