واشنګټن پوسټ: امریکا له طالبانو سره د واک وېش لپاره د موقت حکومت طرحه وړاندې کړې

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله نوې ګڼه کې په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو په لړ کې د امریکا د هغې طرحې یادونه کړې چې له ملګرو ملتونو څخه‌یې د افغانستان د سولې په اړه د بحث لپاره په ترکیه کې د یوې غونډې د جوړېدو وړاندیز کړی.

په دې مطلب کې ولسمشر اشرف غني ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن د لیک یادونه شوې. افغان چارواکو له ازادي راډيو سره په خبرو کې تأیید کړې ده چې دا لیک ښاغلي غني ته رسېدلی، خو دې چارواکو یې د محتوا په اړه څه نه‌دي ویلي.

نیویارک ټایمز لیکي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې لیک په اړه له څه ویلو ډډه کړې، خو په یو بیان کې یې یادونه کړې چې له افغانستانه د پوځي ځواکونو د ایستلو په برخه کې هر امکان د مېز پر سر دی، که څه هم په لیک کې ویل شوي دي چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وضعیت په اړه تر اوسه هېڅ راز پرېکړه نه‌ده شوې.

د مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې او طالبانو ترمنځ د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې د موافقې له مخې ټول امریکايي ځواکونه باید د سږني کال د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ووځي، خو په دې شرط چې طالبان هم د ترورېزم پر ضد د مبارزې په چاره کې پر خپلو ژمنو وفا وکړي.

ولسمشر غني ته د ښاغلي بلېنکن د لیک د څرنګوالي په اړه نیویارک ټایمز لیکي چې د دې لیک لحن په غیر معمول ډول څرګند او واضح دی او بلېنکن افغان ولسمشر ته په‌کې وايي چې باید د ده د پیغام فوریت درک کړي.

په مطلب کې راغلي چې بلېنکن هڅه کوي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو بهیر چټک کړي، هغه مذاکرات چې په سپټمبر میاشت کې پیل شول، ډېر سوکه پر مخ ځي او تر اوسه‌یې کومه نتیجه هم نه‌ده ورکړې.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم په یو مطلب کې چې سرلیک‌یې دی متحده ایالاتو په افغانستان کې له طالبانو سره د واک د وېش لپاره د موقت حکومت طرحه وړاندې کړې ده، همدې موضوع ته اشاره کړې.

په مطلب کې راغلي چې د بایډن حکومت له دې وېرې چې د افغانستان د سولې د خبرو برخلیک نه‌دی معلوم او له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د احتمالي ایستلو لپاره د مې د لومړۍ نېټې مهلت هم رانږدې کېږي، په افغانستان کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د موقت حکومت د جوړېدو طرح برابره کړې او د ایران په ګډون د افغانستان له ګاونډيانو سره‌یې تماسونه نیولي.

واشنګټن پوست لیکي، تېره اوونۍ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په وسیله له افغان حکومت او طالبانو سره د دې طرحې له شریکولو سره په یوه وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ولسمشر غني ته خبرداری ورکړی چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو ایستل اوس هم تر غور لاندې دي او که داسې وشي، نو په نتیجه کې یې ښايي طالبان په چټکۍ سره نورې سیمې لاندې کړي.