برما کې پر معترضانو باندې وژونکې حملې؛ ۲ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي

برما کې د معترضانو ضد د پوځیانو ځپونکي اقدامات

په میانمار یا پخوانۍ برما کې امنیتي ځواکونو بیا د کودتا پر ضد معترضانو باندې وژونکې ګولۍ کارولي او لږترلږه دوه تنه‌یې وژلي او درې نور یې سخت ټپیان کړي دي.

د دې هېواد د پوځي واکمنانو په وړاندې د خلکو د پاڅون په ترڅ کې په دوهم لوی ښار یانګون کې دکانونه، فابریکې او بانکونه تړل شوي دي.

په فېس‌بوکونو کې په خپرو شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې د دوو تنو مړي په شمالي ښار مایاتکیانا کې پر سړک پراته دي. عیني شاهدانو ویلي چې دوی په هغو اعتراضونو کې ګډون کړی چې پولیسو یې د تیت او پرک کولو لپاره د بې‌سده کولو له لاسي بمونو او اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست، وروسته‌یې له نږدې ودانیو پر معترضانو ډزې وکړې چې یو شمېر یې ولګېدل.

له کله چې د تېرې فبرورۍ میاشتې په لومړۍ نېټه په میانمار یا پخوانۍ برما کې پوځ کودتا وکړه او د دې هېواد د ملکي حکومت مشره انګ سان سوچي او یو شمېر نور مشران‌یې په کور کې نظربند کړي یا نیولي په دې هېواد کې د پوځیانو پر ضد نږدې هره ورځ مظاهرې کېږي.

ویل کېږي د دغو مظاهرو په ترڅ کې له ۵۰ زیات معترضان وژل شوي او په سلګونه نور نیول شوي دي.