د افغانستان ټاکنو کمېسیون د ټاکنو قانون د تعدیل طرحه عدلیې وزارت ته وسپارله

ارشیف، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون کارکوونکي د انتخاباتي چارو د ترسره کولو پر مهال

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو د قانون د تعدیل طرحه له بشپړولو وروسته د عدلیې وزارت ته لېږلې ده.

د افغانستان د ټاکنو قانون له څه د پاسه یوه میاشت نظرپوښتنو وروسته تعدیل او دغه وزارت ته د مراحلو بشپړولو په هدف ولېږل شو.

د دې کمېسیون مشر اورنګزېب د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۱۸» رسنیو ته په یوه خبري کنفرانس کې وویل، یاده طرحه ۱۸ فصلونو او ۱۲۰ مادو کې ترتیب شوې چې له عدلیې وزارت وروسته به ملي شورا ته د تصویب لپاره ولېږل شي.

ښاغلی اورنګزېب وايي، د ټاکنو د قانون د تعدیل لومړنۍ طرحه د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، د شکایاتو کمېسیون، فیفا بنسټ او افغانستان کې د ټاکنو نړیوال بنسټ د استازو سره له هر اړخیز بحثونو وروسته تعدیل شوې ده.

د افغانستان د ټاکنو قانون کې د رأی ورکوونکو د نوملړ په جوړولو کې له الکترونیکي تذکرې کار اخیستل، د دولتي ادارو مرستې، د کمېسیون بودجوي خپلواکۍ، عامه پوهاوی، د ولسي جرګې د ټاکنو د سیستم بدلون، د ولایتي شوراګانو د څوکیو شمېر، د ټاکنو په بهیر کې له ټکنالوژۍ کار اخیستل، د ټاکنو د پایلو مدیریت او یو شمېر نور هغه موارد دي چې د کمېسیون په خبره پراخ بدلونونه په‌کې راغلي دي.

د ټاکنو د قانون پخوانی جوړښت د ولسمشر د تقنیني فرمان پر بنسټ رامنځته شوی و، کوم چې نه‌یوازې د اړوندو بنسټونو، بلکې د جمهور رئیس محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا له‌خوا هم له نیوکو سره مخ و.

همداراز د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي په غزني ولایت کې د ولایتي شورا او ولسي جرګې ټاکنو ته بشپړ چمتووالی لري، خو امنیتي تدابیرو او بودجوي برخو کې د دولت پرېکړې ته په تمه دي.

په غزني ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې د نا امنيو او حوزوي کېدو په خاطر ځنډول شوې وې.