یوناما: افغان ښځې د پام وړ ټولنیزو خنډونو سره سره د مشرتابه جرأت کوي

ارشیف، ننګرهار کې سوله او اوربند غوښتونکې مېرمنې

ملګري ملتونه وایي، افغانستان هغه مهال له هر ناورین سره ډېر مقاومت کولای شي چې ښځې په‌کې د تصمیم نیونې په ډګر کې له سړیو سره یوځای کار وکړي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې مشرې الیتا مېلر ویلي، که ښځو ته د سولې په بهیر کې د تصمیم نیونې تر کچې ونډه ورکړل شي، افغانان به داسې سولې ته ورسېږي چې د ټولو لپاره روښانه راتلونکی په‌کې خوندي وي.

د مېرمن مېلر دا خبرې د یوناما په هغې خبرپاڼه کې شوي چې نن د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان ښځې د پام وړ ټولنیزو خنډونو سره سره د رهبر کېدو جرأت کوي.

د ښځو نړیواله ورځ سږ کال په دې شعار سره لمانځل کېږي چې "مېرمنې په رهبرۍ کې: د کووېډ-۱۹ په نړۍ کې یو برابر راتلونکی ترلاسه کوي".

افغانستان کې د ښځو ورځ سږ کال داسې مهال رارسېږي چې یوازې تېرو دوو میاشتو کې هدفي وژنو کې لږ تر لږه ۷ مسلکي ښځې وژل شوي چې دوه‌یې قاضیانې، یوه په‌کې ډاکتره او څلور نورې د رسنیو کارکوونکې وې.