طالبان: د امریکا له‌خوا افغانستان ته د نوې طرحې یوه کاپي مو ترلاسه کړې

د ملا برادر په مشرۍ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو شمېر غړي

طالبان وایي، دوی هم د امریکا له‌خوا افغانستان ته د نوې طرحې یوه کاپي ترلاسه کړې ده.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم تېر ماخوستن ازادي راډیو ته وویل چې دوی دا مهال د دغې طرحې پر څېړنه او ارزونه بوخت دي او وروسته به‌یې په اړه خپل نظر څرګند کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ کابل ته د سفر پر مهال د امریکا دغه طرحه حکومت ته وسپارله.

د طرحې د ټولو جزئیاتو په اړه لا دولتي سرچینو څه نه‌دي ویلي، خو دومره ویل شوي چې که ومنل شي، د افغانستان د سولې په بهیر کې به د ملګرو ملتونو ونډه پراخه شي.

د همدې طرحې له مخې ملګري ملتونه هوډ لري چې د ترکیې په کوربه‌توب د افغانستان د سولې پروسې د چټکتیا لپاره یوه غونډه هم جوړه کړي.

افغان ولسمشر ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په یوه لیک کې هم د ترکیې د غونډې یادونه شوې ده.