د مشرتابه په کچه د افغان ښځو ونډه، بریاوې او ننګونې

ارشیف، یو شمېر افغان مېرمنې

د افغانستان په سیاسي او ټولنیزو چارو کې د ښځو ونډه د پخوا پرتله زیاته شوې ده. په ځانګړې توګه یو شمېر ښځې توانېدلي چې په بېلابېلو برخو کې د مشرتابه تر کچې ځان ورسوي.

په تېرو ۲۰ کلونو کې یو شمېر افغان ښځې د وزارتونو، معینیتونو، ریاستونو او د سازمانونو د مشرتابه پر څوکیو راڅرګندې شوې.

  • د دې اوونۍ په "نور بس دی" خپرونه کې بحث پر دې دی چې افغانې ښځې دا مهال مشرتابه ته د رسېدو څومره فرصتونه لري؟
  • له څومره ننګونو سره مخ دي؟
  • د مشرتابه لپاره د افغان ښځو په روزلو او د دوی د ظرفیتونو په لوړولو څومره کار شوی دی؟
  • ایا هغه ښځې چې د مشرتابه پر کچه کار کوي اجرائیوي صلاحیتونه ورکړل شوي دي؟

دا او نورې پوښتنې په بحث کې د خپرونې مېلمنې ځوابوي.

پر موضوع د بحث لپاره خپرونه کې له کابله د ښځو د حقونو دوه فعالانې فوزيه سعيدزاده او سحر کاروان مېلمنې دي.

خپرونه اجمل اند وړاندې کوي:

Your browser doesn’t support HTML5

د مشرتابه په کچه د افغان ښځو ونډه، بریاوې او ننګونې