پاکستان کې له کرښې د رېل ګاډي وتو پېښه؛ یو کس وژل شوی ۴۰ نور ټپيان دي

د پاکستان په جنوبي سند ایالت کې له کرښې وتلی مسافر وړونکی رېل ګاډی

د پاکستان په جنوبي سند ایالت کې یو مسافر وړونکی رېل ګاډی له کرښې وتلی چې له امله‌یې یو تن وژل شوی او ۴۰ نور ټپيان دي.

د پاکستان د اوسپنې پټلۍ یو کارکوونکی کامران لشاري وایي، دغه رېل ګاډی نن سهار له کراچۍ د لاهور خوا ته روان و چې له کرښې ووت او ۸ کابینونه‌یې چپه شول.

د لشاري په خبره، د ۴۰ ټپیانو او یوې وژل شوې ښځې جسد سیمه کې یوه نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پاکستان د رېل پټلۍ وزیر اعظم سواتي ویلي، د پېښې د لامل په اړه به څېړنه وکړي.