سویس کې نن د ښځو د بورقې په اړه ټول پوښتنه کېږي

ارشیف، جرمني کې بورقه لرونکې مېرمنې

په سویس کې نن په دې ټول‌پوښتنه کېږي چې د ښځو بورقه منع کړل شي او که نه‌شي.

دا ټول‌پوښتنه له دې سره سره کېږي چې په دغه هېواد کې د هغو ښځو چې د مخ په شمول سر تر پایه ځان پټوي، شمېر له لسګونو تنو نه‌اوړي.

مخکې تر مخکې نظرپوښتنې ښيي چې د موافقو او مخالفو شمېر ډېر سره نږدې دی.

که په ټول‌پوښتنه کې د خلکو اکثریت د بورقې پر ضد رایه ورکړه، نوی قانون به سړي هم له دې راګرځوي چې خپلې ښځې د مخ پټولو ته مجبوره نه‌کړي.