د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون: هدفي وژنې باید ودرول شي

د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون دفتر

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا د هدفي وژنو د درولو غوښتنه کړې ده.

د کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د نوي زېږدیز کال له پیله تر اوسه افغانستان کې یوازې ۶ مسلکي ښځې په دې ډول بریدونو کې وژل شوې دي.

دې ډله کې څلور مېرمنې ننګرهار کې وژل شوي چې درې یې د رسنیو کارکوونکې او یوه بله‌یې ډاکتره ده.

دوه نورې ښځې چې قاضیانې وې، څه موده وړاندې کابل کې د نامعلومه وسله‌والو له‌خوا ووژل شوې.

شهرزاد اکبر د مارچ د اتمې، یا د ښځو د نړیوالې ورځې په درشل کې ویلي "جګړه له موږه لوړه بیه غواړي او هدفي وژنې باید ودرول شي".

د ښځو نړیواله ورځ سبا ده، خو ارګ او یو شمېر نورې ادارې یې نن هم د لمانځنې مراسم ترسره کوي.