د انعکاس راډیو ټلوېزیون مستعفي کارکوونکي بېرته خپلو کارونو ته ګرځېدلي

تازه پېښه کې د انعکاس راډیو ټلوېزیون د درې ښځینه کارکوونکو مړي چې له روغتون د دوی د خپلوانو او همکارانو له لوري انتقالېږي.

د ننګرهار چارواکي وایي، د انعکاس راډیو ټلوېزیون هغه ۱۰ کارکوونکي بېرته خپلو کارونو ته ګرځېدلي چې پرون‌یې له دندې استعفا کړې وه.

دا خبره د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي تېر ماښام پر خپله ټویټرپاڼه کړې.

د امان امان په نوم د انعکاس راډیو ټلوېزیون یوه خبریال چې پرون‌یې پر فېس‌بوک د استعفا خبر ورکړی و، ازادي راډیو ته وویل چې بېرته کار ته دوام ورکوي.

ښاغلی امان وايي: "زما په شمول زموږ یو شمېر همکارانو د امنیتي اندېښنو او ستونزو له کبله استعفاوې ورکړې وې، تېر ماښام موږ په دې تړاو له والي صاحب سره ناسته درلوده، هغه د امنیت ډاډ راکړ، نو موږ هم خپلې استعفاوې بېرته واخیستې او کار ته به دوام ورکوو."

د تېرې سې شنبې په ورځ په جلال‌اباد ښار کې د انعکاس راډیو ټلوېزیون پر ښځینه کارکوونکو دوه ځایه بریدونه وشول چې درې تنه‌یې ووژل شوې.

تر دې وړاندې د دغې رسنۍ بله کارکوونکې ملاله میوند هم ورته برید کې وژل شوې وه.

د درې واړه بریدونو پړه داعش وسله‌والې ډلې منلې ده.