ترکیه د افغان سولې د بهیر د دوام لپاره بل انتخاب

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د اسلامي جمعیت اجرايي رئیس عطا محمد نور چې په وروستیو کې یې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي وايي، د خلیلزاد له خوا پر وړاندې شوې طرحه کې، د افغانستان د سولې د بهیر د پیاوړتیا په هدف ترکیه د یوې غونډې د کوربه توب لپاره مطرح شوې ده. نور له ازادي راډیو سره په یوه مرکه همدارنګه وویل چې زلمی خلیلزاد دا ځل "له یو نوي چلند" سره افغانستان ته راغلی و. زلمی خلیلزاد کابل ته له سفر وروسته دوحې ته ولاړ او پرون یې دغلته له طالب استازو سره وکتل. هغه په کابل د افغانستان د سولې د بهیر د چټکتیا لپاره یوه طرحه افغان حکومت ته وسپارله چې ویل کېږي "مشارکتي حکومت " په هغې کې د یو انتخاب په توګه یاد شوی دی. د دې په غبرګون افغان جمهور رئیس اشرف غني نن وویل، افغانستان کې سیاسي واک ته د رسیدو لپاره یوازینی لاره انتخابات دی.