هېواد:که امريکا د کوم بل نظام لپاره هڅې ګړندۍ کړي، پايله به ورنه کړي

ارشیف، کابل چاپ ورځپاڼې

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي, د بین الافغاني مذاکراتو له درېدو او په دغې پروسې له ګڼو ستونزو وروسته امریکایانو د سولې بهير لپاره نوې تګلاره او نقشه طرحه کړې ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې دغه طرحه د خلیلزاد له لوري له ولسمشر غني، عبدالله عبدالله، حامدکرزي، د یو شمېر ګوندونو له مشرانو او سیاسي څیرو سره شرېکه شوې ده.

ورځپاڼې دغه شان لیکلي چې خلیلزاد دوحې ته د سفر پر مهال دغه طرحه له طالبانو سره هم شرېکه کړې ده.

سرمقاله ليکونکي لیکلي چې افغان حکومت ته د امریکا نوې طرحه کې د انتقالي حکومت موضوع هم شامله ده.

ورځپاڼې ټینګار کړی، دا چې سولې ته د رسېدو لپاره له کوم فورموله کار اخېستل کېږي مهم نه دی، بلکې مهمه مسئله په دغه هېواد کې بنسټیزه سوله او د جګړې درېدل دي چې باید ژر تر ژره ترسره شي.

د هشت صبح د معلوماتو پر بنسټ په دې اړه پرېکړه به تر مې میاشتې وړاندې په ترکیې کې وشي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د سولې نوې طرحې ته اشاره کړې لیکلي، دا طرحه لس مخيزه ده او په دې طرحه کې چې په انګليسي ژبه ترتيب شوې، د "افغانستان د سولې انتقالي حکومت" تر نامه لاندې د څو "غوراويو" وړاندوېنه شوې او د اسلامي فقهي شورا جوړېدل، د اساسي قانون د تعدېل کمېسيون رامنځته کول، په ملي شورا کې د طالبانو د ځينو غړيو ورشرېکول او د ولسمشر ترڅنګ لومړی وزير د دې نوې طرحې نور جزئيات ګڼل شوي دي.

د لېکوال په وینا ټاکل شوې چې ترکيه کې د بُن کنفرانس ته ورته د بلې لويې غونډې راغوښتل کېدل دا ګنګوسې ډېرې کړي چې د قطر بين الافغاني خبرې ناکامه دي او ښايي ځای يې د ترکيې راتلونکې غونډه ونيسي.

لیکوال ټینګار کړی که امريکا د کوم بل نظام او يا حکومت لپاره په ډېر شدت سره هڅې ګړندۍ کړي، نو بيا به هم پايله ورنه کړي، ځکه په وینا یې په مشارکتي نظام کې هغه کړۍ بيا هم واک ته رسېږي چې تېرو څلورو لسيزو کې يې پر ولس حاکميت کړی او يا يې په زور د واک او قدرت تر لاسه کولو لپاره جګړې کړي دي.

د لیکوال په اند په اصل کې لازمه ده چې په افغانستان کې د تپل شوې جګړې د درولو لپاره نړيواله ټولنه په جدي توګه لاس په کار شي او په شدت سره دا جګړه بنده کړي.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې د هېواد په ختیځ ننګرهار کې د نا امنیو زیاتېدو ته په اشارې لیکلي چې ورځ تر بلې په دغه ښار او ولسوالیو کې امنیتي پېښې مخ په زیاتیدو دي چې دا حالت يې ولسونو ته د منلو وړ نه دی.

په سرمقاله کې په ښار او ولسوالیو کې د وروستیو امنیتي پېښو د زیاتوالي لامل په امنیتي ادارو کې د نامسلکي کسانو ګمارنه، د پولیسو د تشکیل کموالی او د امنیتي پېښو مخنیوي کې د ولایتي او نورو اړوندو امنیتي ارګانونو ترمنځ نه همغږي یاده شوې ده.