کرستین برګینر: امنیت شورا دې د میانمار په اړه چټک ګامونه پورته کړي

میانمر کې پر مظاهره چیانو اوښلن ګاز کارول شوی.

د میانمار لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړې استازې له امنیت شورا غوښتي چې د میانمار په اړه متحد او چټک ګامونه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا داسې وخت په میانمار بحث وکړ چې جمعه (د کب ۱۵مه) هم د دغه هېواد پوځیانو په مظاهره چیانو باندې زورزیاتی کړی دی.

له مظاهره چیانو سره د حکومت زورزیاتي ګڼ نړیوال غبرګونونه پارولي دی.

تر اوسه پورې د مظاهره چیانو له ډلې شااوخوا ۵۰ تنه وژل شوي او تر ۱۷۰۰ زیات نیول شوي دي.

د میانمار لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې کرستین برګینر د لسګونه ملکي مظاهره چیانو له وژل کېدو وروسته ویلي چې تر څو به د میانمار د پوځي حکومت دا کړنې وزغمل شي.

هغې زیاته کړه چې د میانمار وضعه یوه خطرناکه بشري ناورین په لور روانه ده.

مظاهره چیان له څو اوونیو د پوځي حکومت پر ضد راوتلي دي. پوځ د دغه هېواد مشره انګ سان سوچي د فبروري په لومړۍ بندي کړې ده او واک یې په خپل لاس کې اخېستی.