پاپ فرانسس د عراق مرکز بغداد ته ورسېد

د نړۍ د کاتولیک عیسیویانو مذهبي مشر پاپ فرانسس په بغداد کې

د نړۍ د کاتولیک عیسیویانو مذهبي مشر پاپ فرانسس نن جمعه (د کب ۱۵مه)بغداد ته ورسېد.

دا عراق ته د پاپ لومړی سفر او په نړۍ کې د کرونا د وبا له خپرېدو وروسته د هغه لومړی نړیوال سفر دی.

پاپ فرانسس هغو خبریالانو ته چې له ده سره په الوتکه کې وو، وویل خوښ دی چې د سفرونو لړۍ یې بیا پیل کړه او هغه ټاټوبي ته- چې له کلونو راهیسې شهید شوی دی، دا سیمبولیک سفر د ده دنده وه.

پاپ به د دې څلور ورځني سفر په ترڅ کې هڅه وکړي چې د عراق عیسويانو ته چې شمېر یې په کمېدو دی ډاډ ورکړي، د ادیانو ترمنځ د ډیالوګ لپاره کار وکړي او د شیعه ګانو له لوی مذهبي مشر ایت الله علي سیستاني سره وګوري.

د عراق د عیسیویانو ټولنه چې شمېر یې شااوخوا درې لکه کسانو ته رسېږي، د نړۍ له ډېرو لرغونو او متنوع ټولنو څخه ده.