په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د میانمار د کړکېچ په اړه د بحث لپاره غونډې ته تیاری نیسي، د دې هېواد امنیتي ځواکونو نن جمعه (د کب ۱۵مه) یو ځل بیا د پوځي کودتا پر مخالفو معترضانو ډزې وکړې او یو تن یې وواژه.
معترضان، د پوځ له ځپونکو اقداماتو سره-سره چې په ترڅ کې یې له پنځوسو زیات کسان مړه او له اولس سوو زیات نور ونیول شول نن بیا هم د میانمار په مرکز او نورو ښارونو کې واټونو ته راووتل.
دا تاوتریخوالی د نړیوالو له خوا غندل شوی دی.
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن پر میانمار د وسلو نړیوال بندیز او پر پوځ یې اقتصادي بندیزونه ولګوي.
امنیت شورا به همدا راز دا قضیه د جرمونو نړیوالې محکمې آی سي سي ته راجع کړي.