اروپايي ټولنې د هدفي وژنو په اړه افغان چارواکو سره اندېښنه وښوده

تېره ورځ ننګرهار کې نامعلومه وسله‌والو د ګچو د یوې کارخونې ۷ کارکوونکي وژلي وو، په عکس ښکاري چې د دې کارخونې د یوه کارکوونکي جسد لېږدول کېږي.

ولسمشر اشرف غني او په کابل کې د اروپايي ټولنې د غړو او ځینو نورو هېوادونو سفیرانو د افغانستان د سولې د پروسې د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې وکړې.

ارګ په یوه بیان کې وايي، دې غونډه کې چې پرون پنجشنبه (د کب ۱۴مه) جوړه شوه د سولې لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع او نورو مسایلو په اړه بحث وشو.

د ارګ په بیان په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ پر ټویټر لیکلي دي چې له ښاغلي غني او د ولسمشر له لومړي مرستیال امرالله صالح سره د اروپايي ټولنې د ډیپلوماتانو خبرې رغنده وې او دوی دې کتنه کې په افغانستان کې د هدفي وژنو له کبله خپله اندېښنه څرګنده کړه.

په افغانستان کې د خبریالانو، مدني فعالانو، دیني عالمانو او دولتي کار کوونکو هدفي وژنې دې وروستیو کې زیاتې شوي.

د دې وژنو په لړۍ کې د سې شنبې (د کب ۱۲مه) په ورځ د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې په دوو جلا حملو کې د انعکاس ټلوېزېون درې ښځینه کارکوونکې ووژل شوې.

د دې حملو مسوولیت داعش ډلې ومانه.