پر کابل پوهنتون د برید پر عامل 'عادل' د اعدام حکم تایید شو

پر کابل پوهنتون د برید عاملین

په افغانستان کې د استېناف یوې محکمې د کابل پوهنتون د تروریستي حملې د عامل او طراح د اعدام حکم تایید کړ.

د افغانستان د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د عادل د اعدام حکم په بګرام زندان کې د تروریستي جرایمو د څېړنې د استېناف محکمې له خوا تایید شو.

ښاغلي قویم زیاته کړه: "د کابل پوهنتون د تروریستي حملې عامل او طراح عادل چې په ارش او طلحه مشهور و، مخکې اړوندې ابتداییه محکمې په اعدام محکوم کړی و. دا حکم اوس د استېناف محکمې له خوا تایید شو."

د روان کال په لړم میاشت کې پر کابل پوهنتون خونړي برید چې مسوولیت یې داعش ډلې ومانه، ۲۲ کسان ووژل او له څلوېښتو زیات نور یې ټپیان کړل.

د سترې محکمې ویاند ښاغلی قويم همدا راز وايي چې استېناف محکمې د عادل یو بل ملګری عبیدالله هم- چې په حماد مشهور و، په نورو تروریستي جرمونو کې د لاس لرلو له کبله په اعدام محکوم کړی دی.