نیویارک ټایمز: لوټ شوي لرغوني اثار به بېرته افغانستان ته ستانه کړای شي؟

ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • هندوستان ټایمز

هندوستان ټایمز ورځپاڼې د چابهار بندر په باب لیکنه خپره کړې چې هندوستان د پنجشنبې په ورځ وړاندیز وکړ چې دغه بندر دې له شماله جنوب ته د نړیوالو انتقالاتو په نړیوال دهلېز کې چې موقعیت یې هم سټراتیژیک اهمیت لري، شامل کړای شي.

هندوستان تمه لري چې د ایران له لارې له روسیې او ځینو نورو هېوادونو سره ونښلي.

د دې ورځپاڼې په لیکنه، نوي ډیلي دغه راز له ازبکستان او افغانستانه غوښتنه کړې چې د دغه دهلېز په څو اړخیزه پروژه کې برخه شي.

ورځپاڼې د هندوستان د بهرنیو چارو د وزیر 'اېس. جې شنکر' په حواله چې د چابهار د ورځې په مراسمو کې یې په انلاین بڼه خبرې کولې لیکلي چې افغانستان او ازبکستان په دغه نړیوال تجارتي دهلېز کې له شمولیت سره لېوالتیا ښوولې او د افغانستان له طریقه د یوه شرقي دهلېز ایجاد به د دې وړتیا لا پسې زیاته کړي.

د نړیوالو انتقالاتو لپاره له شماله جنوب ته د غځېدلي نړیوال دهلېز په پروژه کې هندوستان، ایران، روسیه، ترکیه، ارمنستان، اذربایجان، بېلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، عمان، سوریه او اوکراین شامل دي.

د لیکنې په دوام راغلي، دغه دهلېز د لومړي وار لپاره په ۲۰۰۰میلادي کال کې د لګښتونو د کمېدو، د بارونو د ځای پرځای کېدو د وخت سپمولو او په دې برخه کې د ښېګڼې لپاره پېشنهاد شو چې هدف یې د روسیې او د مرکزي اسیا د هېوادونو ترمنځ د اتصال ښه­ والی و.

د دې پروې اجرا په ۲۰۱۴میلادي کال کې له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوه، خو هندوستان او روسیې په وروستیو کې د دې پروې له بیا احیا سره لېوالتیا ښوولې ده.

  • نیویارک ټایمز

له امریکا خپرېدونکې ورځپاڼې نیویارک ټایمز په یوه مقاله کې ویلي چې د افغانستان زیاتره غوره لرغوني اثار د جګړو په کلونو کې لوټ شوي او د نړۍ په معتبرو موزیونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د ورځپاڼې په لیکنه، د څو لسیزو جګړو افغانستان چې د نړۍ له نېستمنو هېوادونو ګڼل کېږي ویجاړ کړی دی.

لوټمارو هم د دغه هېواد لرغوني اثار لوټ کړي او د نړۍ پر موزیمونو یا هم ځینو شتمنو کسانو یې چې د لرغونو اثارو د ساتلو شوق لري خرڅ کړي دي.

نیویارک ټایمز د سنت جان سمسن په حواله چې د بریتاینا موزیم یو له ساتونکو څخه دی او د لرغونو اثارو د قاچاق په اړه څېړنه کوي لیکلي چې ویلي یې دي: "د افغانستان په لسګونو زره لرغوني اثار شته چې د ۱۹۹۰یمو میلادي کلونو پر مهال بازار ته ایستل شوي، تقریباً ټول دغه اثار په غیرقانوني ډول صادر شوي یا لوټ شوي دي."

د لیکنې په دوام راغلي، کله چې د نړۍ په موزیمونو یا هم نندارتونونو کې د افغانستان له زیاتو لوټ شوېو لرغونو اثارو سره مخامخ شئ، ښايي په دې باب چې دغه اثار څنګه دغو موزیمونو یا هم ګالریو ته راوړل شوي زیات معلومات په لاس کې نه وي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه، دغه اثار کولای شي، د افغانستان د څو لسیزو لوټ تالان او جګړې داستان بیان کړي او دا پوښتنه ولاړه کړي چې د افغانستان تاریخ په چا پورې اړه لري او بله دا چې ایا دغه لوټ شوي لرغوني اثار به بېرته افغانستان ته ستانه کړای شي؟