چارواکي: بزګرو ته د کوکنارو پرځای د بدیلو محصولات د کښت پروګرام جوړېږي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت کروندګرو ته د کوکنارو د کښت پرځای د بدیلو زراعتي محصولات د کښت پروګرام د جوړېدو خبر ورکوي.

د دې وزارت له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت، د متحده ایالاتو د قانون اجرا او د مخدره توکو چارو نړیوال دفتر يا INL او د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې هوډ کړی چې د کرنې او د کلیو د پراختیا پروژه نویو سیمو ته وغځوي.

دا پروژه د مشروع معیشت ته لاسرسی، کرنې او کليوالي پرمختیا ودې په نوم جوړه شوې ده.

د دې پروژې موخه په هغو سیمو کې چې کوکنار کرل کېږي، د هغو پرځای د میوو، سبزیو او نورو با ارزښته کرنې محصولاتو کښت دود کول دي.

یاده پروژه د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې او ROP یا «د سولې ریښې» بنسټ له خوا چې پر کرنې کار کوي د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پلي کېږي.

د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت معلومات ښیې چې د کوکنارو د کښت پر ځای د بدیلو محصولاتو کښت پروژه به په بادغیس، فراه، کندها، بلخ، لغمان، او ننګرهار ولایتونو کې تر پنځو کلونو دوام وکړي.