کراچۍ کې بلوڅان: ایران دې زموږ پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسوي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د پاکستان په کراچۍ ښار کې په لسګونو بلوڅانو په یوه اعتراضیه لاریون کې ګډون وکړ.

دوی د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا د خپلو بلوڅو وروڼو وژنې وغندلې.

دغو اعتراض کوونکو له ایراني چارواکو وغوښتل چې د بلوڅانو پر وړاندې دې دغه تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

د بشري حقونو د څارسازمان، هیومن رایټس واچ ویلي، له پاکستان سره پر پوله د ایران په ساروان سیمه کې د فبرورۍ په ۲۲مه لږ تر لږه لس کسان وژل شوي، خو ښایي د وژل شوېو حقیقي شمېر به له دې زیات وي.

د راپورونو له مخې دغه کسان وروسته له هغې ووژل شول چې وسله والو په سیمه کې د ایران په دولتي ودانیو بریدونه وکړل.