د امریکا بهرنیو چارو وزارت: افغانستان کې پر خبریالانو بریدونه نه شو زغملی

Your browser doesn’t support HTML5

په رسنیو برید "د بیان ازادۍ ته جدي زیان رسولی"

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې پر خبریالانو بریدونه نه شي زغملی او باید پای ته ورسول شي.

د دې وزارت ویاند نېډ پرایس پرون چهارشنبه (د کب ۱۳مه) په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې دغه څرګندونې په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزېون د درې ښځینه کار کوونکو د وژلو د پېښې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.

نوموړي وویل، د دغو حملو عاملان په دا ډول بریدونو سره غواړي افغانستان کې د بیان ازادي چې په تېرو شلو کلونو کې یې په ډېرو برخو کې وده کړې، زیندۍ کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس

نوموړي زیاته کړه، غواړي د دغو وحشیانه وژنو په اړه شفافي څېړنې وشي او معافیت باید پای ته ورسول شي.

نېډ پرایس وړاندې وویل: "موږ له حکومته غواړو چې د بیان د ازادي دفاع وکړي او خبریالان وساتي. له عاملانو سره یې باید حساب کتاب وشي او د خبریالانو د دغې پېښې په ګډون د دوی د ترهګرۍ هغه اعمال باید پای ته ورسول شي چې د افغان ملکیانو پر وړاندې یې سرته رسوي."

په ننګرهار کې د انعکاس راډیو ټلوېزیون درې ښځینه کار کوونکې وړمه ورځ جلال اباد ښار کې په دوو جلا حملو کې ووژل شوې.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د دې حملې مسؤلیت اخېستې دی.