امریکا: خلیلزاد هڅه کوي افغان سولې ته نړیوال ملاتړ جلب کړي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هڅه کوي چې په افغانستان کې یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره د افغانانو ترمنځ د سولې د روانو هڅو لپاره سیمه ییز او نړیوال ملاتړ جلب کړي.

د دې وزارت ویاند نېډ پرایس پرون چهارشنبه (د کب ۱۳مه) په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې خلیلزاد د طالبانو له استازیو سره د خبرو لپاره اوس په دوحه کې دی او کابل ته درې ورځنی سفر یې ګتور و.

پرایس زیاته کړه: "خلیلزاد او ټیم یې په کابل کې له حکومتي چارواکو سره درې ورځنۍ ګټورې سلا او مشورې نن پای ته ورسولې. دوی د مدني ټولنې له مشرانو سره وکتل. دوی له نورو افغان سیاسي مشرانو سره وکتل چې تمرکز یې د سولې پر لور د پرمختګونو ګړندي کول و."

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پرایس وویل، خلیلزاد به په دوحه کې هم دغو هڅو ته دوام ورکړي او د اړتیا په صورت کې به نورو ځایونو ته هم ولاړ شي.