پکتیا کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ستاینې په پار مشاعره

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په پکتیا کې د شعر په ژبه له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ مشاعره ترسره شوه.

د دې مشاعرې ګډونوال وایي، غواړي د سرتیري د ورځې په پلمه د شعر په ژبه د افغان ځواکونو له هڅو ستاینه وکړي او دوی ته مثبته انګېزه ورکړي، څو په خپلو چارو کې لا برلاسي شي.

د غونډې په ځای کې ګډونوالو شاعرانو سرتېرو ته حماسي، وطني، د سولې، اوربند او د جنګ په اړه بېلابېل شعرونه، غزلونه او ترنمونه واورول.

په پکتیا،پکتیکا خوست او د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د کب نهمه د سرتیري ورځ په اتڼونو، د حماسي سندرو په ویلو، د نظامي نندارو په وړاندې کولو، سرتیرو ته د ګلانو په ورکړې او په نورو بېلابېلو مراسمو سره ونمانځل شوه.

ددې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

مشاعره