جوبایډن: تر ۳ نورو میاشتو به ټولو امریکایانو ته د کرونا واکسین ورسېږي

ولسمشر جوبایډن د واکسینونو تولیدي شرکتونه وستایل چې په سختو شرایطو کې رامخته شول.

امریکا هغه نېټه دوه میاشتې رامخته کړه چې ویل یې ټولو امریکایانو ته به واکسین ورسېږي.مخکې د جولای پای ټاکل شوی و اوس ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې د مې تر پایه به ټولو امریکایانو ته واکسین ورسېږي.

بایډن زیاته کړه: "موږ اوس په داسې یو مسیر کې یو چې د مې تر پایه به ټولو خلکو ته په امریکا کې په کافي اندازه واکسین ولرو. کله چې موږ راغلو، مخکینۍ ادارې په امریکا کې ټولو خلکو ته په کافي اندازه واکسین نه و چمتو کړی. موږ دا اصلاح کړه."

د امریکا ولسمشر جوبایډن د واکسینونو تولیدي شرکتونه هم وستایل چې په سختو شرایطو کې رامخته شول او واکسینونه یې جوړ کړل.

جانسن اېنډ جانسن په شمول چې تطبیق یې د همدې اوونۍ له پيله شروع شوی

په امریکا کې د جانسن اېنډ جانسن په شمول چې تطبیق یې د همدې اوونۍ له پيله شروع شوی، د درېیو کمپنیو تولیدي واکسینونه په خلکو تطبیقیږي.

مدرنا، او فایزر بیو ان تیک دوه نور واکسینونه دي چې له مخکې یې تطبیق پيل شوی و.

په دې اړه نور: د جانسن انډ جانس کمپنۍ کرونا ویروس ضد واکسین د تأیید په درشل کې دی

تمه کېږي چې په دې سره په امریکا کې چې کرونا تر نورو هېوادونو سخت ځپلې ډېر خلک واکسین شي.

د امریکا متحده ایالاتونو د ولسمشر جوبایډن ادارې ژمنه کړې چې په سلو لومړیو کاري ورځو کې به سل میلیونه امریکایان واکسین شي.

جوبایډن وویل، دې هدف ته نږدې شوي یو. د امریکا ولسمشر همدا راز له امریکایانو غوښتي چې د ماسکونو کارول هېر نه کړي.

بایډن داسې وخت د ماسکونو په کارولو ټینګار کړی چې په ځینو ایالاتونو لکه تګزاس او مي سي سي پي کې والیانو د ماسکونو د جبري کارونې په شمول د ځینو محدودیتونو د نرمولو لپاره چمتووالی ښودلی.

جوبایډن له امریکایانو غوښتي چې د ماسکونو کارول هېر نه کړي.

په امریکا کې داسې وخت د کرونا د واکسین د تطبیق هڅې چټکې شوي چې په دې هېواد کې د کرونا د برازیلۍ بڼې خورېدو اندېښنې راپيدا کړي دي.

په امریکا کې د جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې په کرونا د اخته خلکو شمېر ۲۸ میلیونه او ۷۱۷ زره او ۵۸۸ ته رسیدلی چې له ډلې یې نږدې ۵۱۷ زره کسان مړه دي.

سره له دې چې د کرونا د نوېو بڼو خپرېدو لږ څه اندېښنې رامنځته کړي خو په ټوله نړۍ کې د واکسینونو پيل روغتیاپالان هیله من کړي چې وکولای شي د کرونا چټک خپراوی ودروي.