د بشر حقونو کمېسیون: افغانستان کې د بیان ازادي له تهدید سره مخ ده

Your browser doesn’t support HTML5

په جلال اباد کې د انعکاس ټلویزیون د درېیو کارکوونکو وژنه

په ننګرهار کې پرون سې شنبه (د کب ۱۲مه) د انعکاس راډیو ټلوېزیون د درېیو ښځینه کارکوونکو تر وژل کېدو وروسته د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وویل چې د بیان ازادي له تهدید سره مخامخ ده.

دغه کمېسیون په یو لړ ټویټونو کې له حکومته د دغسې حملو د عاملانو د پېژندلو او مجازاتو غوښتنه کړې ده.

د انعکاس راډیو ټلوېزیون دغه درې کار کوونکې پرون په دوو جلا پېښو کې د وسله والو کسانو په حمله کې ووژل شوې او دوې نورې ښځې ټپیان شوې.

د ننګرهار امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت وویل چې د پرونۍ حملو په تړاو د طالبانو یو غړی نیول شوی دی: "د قاري بصیر په نوم هغه مهم تروریست چې د دې ډلې رهبري یې کوله، له یوې رکشې او بې غږه تفنګچې سره نیول شوی دی. د طالبانو په ډلې اړه لري او په پاکستان کې روزل شوی دی."

طالبانو ویلي چې په پرونۍ حمله کې دوی لاس نه لري.

تر دې مخکې د انعکاس راډیو ټلوېزیون د بلې خبریالې ملالې میوند د قتل مسوولیت داعش ډلې منلی و.