په دوو جلا حملو کې، د انعکاس سیمهییز ټلوېزیون درې ښځینه کارکوونکې په جلالاباد ښار کې په ډزو ووژل شوې.
سیمهییز چارواکي ازادي راډیو ته وايي چې لومړۍ حمله نن مازیګر شاوخوا څلور بجې د افغانستان ختیځ د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار زرګرانو سیمه کې وشوه چې پهکې د دغه سیمهییز ټلوېزیون دوه کارکوونکې ووژل شوې.
کابو هممهاله، د دغه ټلوېزیون یوه بله کارکوونکې د قصبې په سیمه کې په نښه شوه.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ وايي، پولیسو د انعکاس ټلوېزیون د دغو درې کارکوونکو د وژلو په تړاو د پېښې په ځای کې د دغې حملې طراح او ترسره کوونکی قاري بصیر چې په وینا یې د طالبانو اړوند کس دی له یو میل تومانچې او رکشا سره نیولی او ورڅخه څېړنې روانې دي.
خو وسلهوالو طالبانو په دغې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.
تر اوسه چا د پېښې مسؤلیت نهدی منلی.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون پر کارکوونکو حمله غندلې ده.
اعلامیه مطبوعاتی در پیوند به حمله تروریستی بالای سه تن از کارمندان تلویزیون انعکاس ولایت ننگرهارhttps://t.co/9pO04kgURK
— ارگ (@ARG_AFG) March 2, 2021
ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې د جمهور رئیس غني له قوله ویلي چې پر بې ګناه وطنوالو په ځانګړې توګه ښځو حملې د اسلام دین له ارشاداتو، افغاني فرهنګ او د سولې روحیې سره په ټکر کې دي او روانه جګړه ستونزمنه او اوږدوي.
جمهور رئیس غني ویلي چې طالبان په دغه ډول حملو سره نهشي کولای له جمهوریت د دفاع غږ او تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې چپ کړي او اړوندو ارګانونو تهیې د عاملینو د پېژندلو امر کړی دی.
په کابل کې د امریکا سفارت هم دغه پېښه غندلې او د دغه ډول وژنو د روښانه څېړنې غوښتنهیې کړې ده، دغهراز پر حکومتیې غږ کړی چې د بیان ازادۍ دفاع او د خبریالانو ژوند خوندي کړي.
4/4) My sincere condolences to these women’s friends, families & colleagues. -IM @enikasst
— U.S. Embassy Kabul (@USEmbassyKabul) March 2, 2021
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې هم دغه حمله غندلې ده.
(1/4) Press Release#AJSC strongly condemns the assassination of three staff members of the #Enikass TV, dubbing department in two separate shootings in #Jalalabad, the capital of #Nangarhar province & expresses its condolences & grief to the family & friends of these martyrs. pic.twitter.com/rO0WDIbx2s
— AJSC (Afghan Journalists Safety Committee) (@ajsc_afg) March 2, 2021
ډسمبر میاشت کې، د انعکاس ټلوېزیون یوه ویانده ملاله میوند ووژل شوه. د هغې پېښې مسؤلیت داعش ډلې منلی و.