څه باندې ۱،۰۰۰ افغان کمانډویان له پوځي زده‌کړو فارغ شول

له زرو زیات فارغ شوي کمانډویان

له زر تنو زیات کمانډویان له ۱۵ اوونیو پوځي زده‌کړو وروسته فارغ شول.

د افغانستان دفاع وزارت وایي، په دې سره د افغان کمانډو ځواکونو شمېر ۲۲ زرو ته ورسېد.

د دې وزارت د مسؤلانو له قوله، د دې ځواکونو د غوره عملیاتو له کبله اوس‌مهال د‌ دې قوتونو جوړښت تر يوې قول‌اردو پورته شوی دی.

د دفاع وزارت مرستيال وياند فواد امان ازادي راډیو ته وویل: "۱،۰۱۵ تنه تازه د کمانډو له مکتب فارغ شول او فراغت‌يې د لوړپوړو چارواکو له‌خوا ونمانځل شو. دې ځواکونو ۱۵ اوونۍ ځانګړې زده‌کړې کړي. دوی اوس‌مهال د افغانستان او خپلو خلکو څخه هر ډول ساتنې او له ترهګرو ډلو سره مبارزې ته چمتو دي."

ښاغلی امان زیاتوي، د افغانستان کمانډویان په سیمه کې بې‌ساری ځواک دی او د‌ دښمن په ځپلو کې یې خپله وړتیا ښودلې ده.

د افغانستان جمهور رئیس د کمانډو ځواک د ښه وړتیاوو او عملیاتو له کبله د‌ قول اردو تر کچې د دې ځواک د لوړېدو پرېکړه کړې ده.

ملي دفاع وزارت وایي، په ۲۰۰۲ کال کې د ناټو په مرسته د افغان اردو له بیاځلي جوړېدو وروسته، کمانډو ځواکونه د یوې ځانګړې قطعې په چوکاټ کې جوړ شوي.

په لومړیو کې دې ځواکونو ته بهرنیو عسکرو روزنه ورکوله، خو اوس‌یې د روزنې بهیر افغان لوري ته سپارل شوی دی.