دفاع وزارت: کاپیسا کې د القاعده د ۴ غړو په شمول ۱۳ طالبان ووژل شول

ارشیف، افغان ځواکونه

افغان ځواکونه د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې د القاعده شبکې د څلورو غړو د وژل کېدو خبر ورکړ.

دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې چې نن‌یې خپره کړه، وویل چې د نجراب ولسوالۍ په افغانیه دره کې د عملیاتو په ترڅ کې د القاعده مربوط د څلورو پاکستاني ترهګرو په ګډون ۱۳ طالبان وژل شوي او ۱۱ تنه‌یې ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.