ننګرهار کې د انعکاس سیمه‌ییز ټلوېزیون درې ښځینه کارکوونکې ووژل شوې

ارشیف، ننګرهار کې د یوې حملې په سیمه کې پولیس

په دوو جلا حملو کې، د انعکاس سیمه‌ییز ټلوېزیون درې ښځینه کارکوونکې په جلال‌اباد ښار کې په ډزو ووژل شوې.

سیمه‌ییز چارواکي ازادي راډیو ته وايي چې لومړۍ حمله نن مازیګر شاوخوا څلور بجې د افغانستان ختیځ د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار زرګرانو سیمه کې وشوه چې په‌کې د دغه سیمه‌ییز ټلوېزیون دوه کارکوونکې ووژل شوې.

کابو هم‌مهاله، د دغه ټلوېزیون یوه بله کارکوونکې د قصبې په سیمه کې په نښه شوه.

تر اوسه چا د پېښې مسؤلیت نه‌دی منلی.

ډسمبر میاشت کې، د انعکاس ټلوېزیون یوه ویانده ملاله میوند ووژل شوه. د هغې پېښې مسؤلیت داعش ډلې منلی و.