چارواکي: د لوګر له مس عینکه ۲۵۰۰ قلمه اثار کابل ته راوړل شول

ارشیف، لوګر کې د مس عینک کان

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوګر له مس عینک کان څخه شااوخوا ۲۵۰۰ قلمه موندل شوي لرغوني اثار کابل ته ولېږدول شول.

د دغه وزارت ویاند صابر مومند پرون دوشنبه(د کب ۱۱مه) ناوخته ازادي راډیو ته وویل:

"د لوګر له مس عینک څخه شاا و خوا ۲۵۰۰ قلمه اثار کابل ته انتقال شوي دي. په دغو اثارو کې ۵۰۰ یې هغه اثار دي چې خټین او مسي لوښي شامل دي او باقي یې ټولې سکې دي."

ښاغلی مومند وايي، موندل شوي لرغوني لوښي ملي موزیم ته لېږدول شوي او پاتې ۲۰۰۰ اثار چې زیاتره یې سکې دي، د لرغونپوهنې ریاست ته وړل شوي چې په لابراتوار کې تر مسلکي پاککارۍ وروسته ملي موزیم ته وسپارل شي.