افغانستان کې ترورېزم سره مبارزه او د بیارغونې برخه کې د ترکیې ارزښتناک رول

ارشیف، افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ترورېزم پر وړاندې په ګډه مبارزه کې د ترکیې نقش مهم وباله.

محمد حنیف اتمر پرون دوشنبه (د کب ۱۱مه) پر کابل کې د افغانستان او ترکیې د اړیکو د سلو کلونو د پوره کېدو په مناسبت دا څرګندونې وکړې: "د ټرورېزم پر وړاندې په ګډه مبارزه او د بیارغونې په برخه کې ترکیې ډېر ارزښتناک رول لوبولی دی. د قاطع ملاتړ ماموریت په فعالیتونو کې د ترکیې فعال او جوت ګډون، د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی دی."

بل خوا د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله د افغانستان او ترکیې د اړیکو د سلو کلونو پوره کېدو په مناسبت د افغانستان په سوله کې د ترکیې نقش مهم بللی دی.

ښاغلي عبدالله پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، ترکیې د یوې عادلانه او پایداره سولې په برخه کې د افغانستان ملاتړ کړی او ترکي چارواکو په دې برخه کې د اسانتیا پر برابرولو ټینګار کړی دی.

د افغانستان حکومت وخت ناوخت د افغانستان د سولې پروسې د بریا لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع مهمه بللې ده.

د افغانستان په سوله کې د ترکیې نقش په داسې حال کې مهم بلل کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان او څو نورو هېوادونو سفر پیل کړی دی.

ښاغلي خلیلزاد پرون په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د عمر زاخېلوال تر څنګ له نورو سیاستوالو سره د افغانستان پر سوله خبرې وکړې.

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان او څو نورو هېوادونو سفر پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره یکشنبه ویلي چې زلمی خلیلزاد او ورسره ملګرې ډله به دې سفر کې د افغانستان د دولت له مشرانو، طالبانو او په سیمه کې د ځینو هغو هېوادونو له رهبرانو سره چې ګټې یې په افغانستان کې په یوې عادلانه سیاسي هوکړه او اوربند پورې تړلي، خبرې وکړي.

ښاغلی خلیلزاد به قطر ته هم ځي چې د دولت او طالبانو مذاکره کوونکي په کې د سېپټمبر له ۱۲مې په مذاکرو بوخت دي.

که څه هم د مذاکرو دوهم پړاو د جنورۍ له لومړیو پیل شوی، خو دا پړاو د مخکني هغه پر تله په ځنډ او خنډ مخ ته ځي.

له کله چې جو بایډن د امریکا د نوي ولسمشر په توګه خپل دنده پیل کړې، دا افغانستان او نورو هېوادونو ته د زلمي خلیلزاد لومړی سفر دی.

د امریکا متحده ایالات له طالبانو سره د فبرورۍ د ۲۹مې پر موافقه بیاکتنه کوي، دا بیاکتنه به دا جوتوي چې امریکا به له طالبانو سره شوې موافقه برحاله ساتي که څنګه؟