ډېلي بېسټ: د بایډن ټيم له طالبانو سره خپلې لومړۍ خبرې پيلوي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • ډېلي بېسټ

ډېلي بېسټ امریکایي خپرونې د زلمي خلیلزاد په تازه پيل شوي سفر یوه مقاله خپره کړې ده.

مقاله په دې عنوان لیکل شوې چې "د بایډن ټيم له طالبانو سره خپلې لومړۍ خبرې پيلوي."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دوشنبه کابل ته ورسېد او له افغان مشرانو سره‌یې د سولې په ارتباط خبرې وکړې. دی به د سیمې ځینو پلازمېنو سربېره له طالبانو سره په دوحه کې وګوري.

په مقاله کې راغلي خلیلزاد چې د افغانستان لپاره د درېیو بېلابېلو ولسمشرانو استازی پاتې شوی سیمې ته په یوه حساس وخت کې تللی. له یوې خوا د دوحې په تړون کې دوه میاشتې پاتې دي او له بلې خوا په دې اړه په نړیواله کچه ګنګوسې روانې دي چې ایا بایډن به دغه تړون ته ژمن پاتې شي که څنګه.

ډېلي بېسټ لیکي د بایډن په ولسمشرۍ کې د بهرني سیاست له لومړنیو مهمو پرېکړو یوه د افغانستان له ۲۰ کلنې جګړې د وتلو په اړه ده، خو وخت په چټکۍ په تېرېدو دی.

بایډن واک ته په رسېدو سمدستي د افغانستان تړون تر بیا کتنې لاندې ونیوه. د مقالې له مخې جو بایډن چې د افغانستان د وضعې د لا تاوتریخجنېدو په خلاف دی د وتلو کسانو تر سخت فشار لاندې دی چې تر مې پورې د عسکرو له ایستلو ډډه وکړي.

د امریکا-طالبانو د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په تړون کې د راروانې مې لومړۍ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو نېټه ټاکل شوې. طالبانو د دغه تړون په یو کلن کېدو له امریکا وغوښتل چې په خپله ژمنه ودرېږي.

ډېلي بېسټ خپرونې د ټرمپ په دوره کې د امنیت شورا د یوې مهمې غړې لیزا کورتېس په حواله چې تر مې وروسته هم د عسکرو د پاتې کېدو او هم د دوحې تړون د خوندي ساتلو پلوۍ ده، لیکلي د خلیلزاد په څېر مرکچیان باید په جامع اوربند او سیاسي لارې ټينګار وکړي.

  • واشنګټن اګزمېنر

واشنګتن اګزمېنر ورځپاڼې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې چې "بایډن باید په افغانستان کې پاتې شي."

د ورځپاڼې په لیکنه ولسمشر جو بایډن ته داسې تړون په میراث پاتې دی چې له مخې یې امریکايي ځواکونه باید د مې تر لومړۍ له افغانستانه ووځي.

په مقاله کې وړاندې راغلي مخکې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو کمښت او بشپړ وتل په وضعیت پورې تړلی بلل کېده.

طالبانو ژمنه کړې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د بشپړ وتلو په بدل کې له ترهګرو ډلو له هغې جملې القاعده شبکې سره اړیکې پرې کړي، له افغان حکومت سره خبرې پيل او تاوتریخوالی کم کړي.

د واشنګتن اګزمېنر په لیکنه تر اوسه پورې څوک استدلال نه‌شي کولای چې دا شرطونه د مې تر لومړۍ عملي کېږي که څنګه. وړاندې راغلي امریکا د دې لپاره افغانستان ته ولاړه چې نور له دې هېواده کوم ګواښ ورته متوجې نه‌وي.

د ورځپاڼې په لیکنه که له افغانستانه وتل د امریکا په ګټه نه‌وي باید دا کار ونه‌کړي ان که چېرته په افغانستان کې د طالبانو او نورو ټولو ډلو سره جګړه په دوامداره توګه روانه هم وي.