د برما د لیرې شوې مشرې محاکمه؛ پر انګ سان سوچي نور تورونه هم ولګول شول

له قدرته د میانمار یا د پخوانۍ برما د حکومت لیرې شوې مشره انګ سان سوچي

له قدرته د میانمار یا د پخوانۍ برما د حکومت پر لیرې شوې مشرې انګ سان سوچي چې نن د لومړي ځل لپاره په یوه محاکمه کې ودرول شوه، نور تورونه ولګول شول.

۷۵ کلنه انګ سان سوچي د تېرې مارچ میاشتې له لومړۍ نېټې چې د دې هېواد پوځ کودتا وکړه او هغه‌یې له قدرته لیرې او په کور کې نظربند کړه، د وېډیویي کنفرانس له لارې په دې محاکمه کې چې په پلازمېنه نیپیداو کې جوړه شوې وه، راڅرګنده شوه او روغتیایي وضعیت‌یې ښه ښکارېده.

سوچي هېواد ته په غیر قانوني توګه د واکي ټاکي د مخابرو د واردولو، د برما د طبیعي افتونو له قانون او د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له امله له لګول شویو بندیزونو څخه په سرغړونه تورنه شوه.

له کله چې هغه له قدرته لیرې شوې، په تېره یوه میاشت کې په دې هېواد کې مظاهرې پیل شوې دي.

اعتراض کوونکي، د ملکي حکومت د بېرته اعادې او د سوچي او د هغې د ګوند د نورو غړو د خوشې کېدو غوښتنه کوي.