زلمي خلیلزاد کابل کې له افغان چارواکو سره لیده کاته پيل کړل

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نننۍ لیدنه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته رسېدلی او له افغان چارواکو سره‌یې لیده کاته پيل کړي دي.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي، ده له خلیلزاد او د هغه له ټیم سره د سولې پر بهیر، د دوحې پر مذاکراتو، د امریکا پر روانې بیاکتنې او راتلونکو ګامونو خبرې کړې دي.

عبدالله څو شېبې وړاندې پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل "موږ د تاوتریخوالي د بېړني پای ته رسولو او د سولې خبرو ته د سرعت ورکولو غوښتنه بیا وکړه".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلی خلیلزاد به دوحې او یو شمېر نورو پلازمېنو ته هم سفر وکړي.

خلیلزاد یو کال وړاندې له طالبانو سره په دوحه کې افغانستان ته د سولې راوستلو تړون لاسلیک کړ.

افغان دولت د دوحې هوکړه ګټوره نه‌بولي او ویلي یې دي، دغې هوکړې له وخت ضایع کولو پرته افغانانو ته بل څه نه‌‍دي ورکړي.

طالبان بیا دا هوکړه ګټوره بولي او وایي، امریکایي لوری باید پرې ودرېږي.